د کډوالۍ نړۍوال سازمان د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان : افغانستان د ستر بشري‌ بحران د فاجعې د ګواښ سره مخامخ دی

1775823
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

یاد شوي‌ سازمان ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې بې ځایه شوي ملکي‌‌ وګړي په ډیره عاجله توګه بشري‌ مرستو ته اړتیا لري. ددې کډوالو سره د بشري‌ مرستو او د هغوې نه د حفاظت په خاطر ۵۸۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا  ده.

د ملګروملتونو اړوند کډوالۍ نړۍوال سازمان د بیان په خپرولو سره د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو لپاره د  فعالیت د پلان په اړه چې لومړی د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان کړ او ورسته په بیا کتنه وشوه  د جزیات خپاره کړي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې  د تیر کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه راپدیخوا ۳ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه افغانان د هیواد دننه او بهر ته کډه شوي‌ دي. دا کسان بیړنیو  بشري‌ مرستو ته اړتیا لري. یاد شوي‌ سازمان ویلي‌ دي‌ چې  زمونږ ټول تمرکز به د کډوالو د موجود  دروند بحران سپکول دي.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې پدې هیواد کې د روان انساني‌ بحران قربانیانو ته د مرستې رسولو په خاطر ۵۸۹ میلیونه عاجلو مرستو ته اړتیا لرو.

په بیان کې د ملګروملتونو سازمان اړوند د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیال ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې نوموړی بحران هم پخپله په هیواد کې  د بشري‌ مرستو اړتیاوې ډیرې کړي‌ او هم ګاونډیو هیوادونو ته د اجباري‌ کډوالۍ خطرات ډیر کړي‌ دي.

هغه ویلي دي‌ چې د تیر کال د اګست په میاشت کې طالبان واک ته د رسیدو نه راپدیخوا ددې هیواد نیمايي نفوس بیړني‌ بشري‌ مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا د چا خبره د افغانستان ټول خلک د فقر او بې وزلۍ سره مخامخ دي. دا هیواد د سیستماتیک افلاس او سترې بشري‌‌ فاجعې په درشل کې قرار لري.

یاد شوي‌ سازمان ویلي‌ دي‌ چې ددوې هدف یواځې په افغانستان کې دننه نه بلکې ګاونډیو هیوادونو لخوا ایران، قزاقستان، پاکستان ، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان ته کډه شوو افغانانو ته چې په بد وضعیت کې قرار لري‌ لاس رسی دی.



اړوند خبرونه