په جلال آباد کې چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې چاودنه شوې ده .

1728623
په جلال آباد کې چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې چاودنه شوې ده .

د جلال آباد ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د  شاه برهان په سیمه کې شوې ده .

ویل کیږي پدې چاودنه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

سیمه ایزو مسئولینو تر اوسه پورې ددې چاودنې په اړه څه ندي ویلي.

د ځاني  تلفاتو دقیقه شمیره معلومه نده. عیني شاهدانو ویلي دي چې د پيښې په ځای کې مړي او ټپیان لیدلي دي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون ډله ایز برید شوی وو چې په نتیجه کې ۲۳ تنه مړه او تر ۵۰ ډیر کسان ټپیان شوي وو.

همداشان تیره ورځ په جلال آباد ښار کې هم په څو جلا پیښو کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو


پيوندونه: #چاودنه , #جلال آباد

اړوند خبرونه