احمد مسعود افغانستان پریښې او تاجکستان ته تللی دی

په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف د مقامت مشر احمد مسعود تاجکستان ته تللی دی.

1727521
احمد مسعود افغانستان پریښې او تاجکستان ته تللی دی

په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف د مقامت مشر احمد مسعود تاجکستان ته تللی دی.

دا خبره د پنجشیر ولایت د والي پخواني  مرستیال کبیر واثق کړې ده .

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف  د مقامت مشر احمد مسعود تاجکستان ته تللی دی او وخت نا وخته افغانستان ته سفر کوي او د مقامت ځواکونو سره د نږدې لیدنه کوي.

هغه ویلي دي چې احمد مسعودي دم ګړۍ په تاجکستان کې دی او د نورو هیوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر له هغه ځایه د هیوادونو سره د ارتباط په حال کې دی.

هغه ویلي دي چې احمد مسعود د طالبانو پر خلاف د مبارزې په خاطر د نورو هیوادونو نه  د مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

هغه د مرستو د جلب په خاطر تاجکستان ته تللی دی.



اړوند خبرونه