په کابل کې چاودنه شوې
د کابل د دهمزنګ په سیمه کې چاودنه شوې
1722104
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
ځايي رسنیو د کابل د دهمزنګ په سیمه کې د چاودنې نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي خبري رسنیو سره په مرکه کې ددې پیښې پخلی کړی دی.
هغه ویلي دي چې نن چارشنبه د سهار په ساعتونو کې د کابل د دهمزنګ په سیمه کې چاودنه رامنځته شوه.
د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا چاودنه د لاسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
په سیمه کې په یو موټر د لاسي بم برید شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه طالبان ټپیان شوي دي.