په پروان ولایت کې د طالب چارواکیو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې

په چاریکار ښار کې پر طالبانو چاودنه شوې

1713568
په پروان ولایت کې د طالب چارواکیو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د طالبانو د موټرو پر کاروان چاودنه وشوه.

د باختر خبري‌ اژانس ویلي‌ دي‌ چې  نن د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د طالبانو چارواکیو پر موټر چاودنه شوې ده .

پدې پیښه کې درې تنه ټپیان شوي‌ دي.

د برید نه سمدلاسه وروسته سیمې ته ځواکونه واستول شول او د پلټنو پر عملیاتو يي پیل وکړ.

د پلټنو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې اړوند یو پټنځای کشف او ګن شمیر داعشیان پکې مړه او ځیني‌ پکې ژوندي‌ نیول شوي‌ دي.

د برید مسئولیت چا په غاړه اخیستی ندی.



اړوند خبرونه