طالبانو د پنجشیر ولایت په بشپړه توګه د نیولو نه خبر ورکړ.
په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف د مقامت وروستی مرکز پنجشیر هم د طالبانو لخوا ونیول شو
طالبانو د پنجشیر ولایت په بشپړه توګه د نیولو نه خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پنجشیر ولایت په بشپړه توګه ددوې د ځواکونو لخوا ونیول شو.
په بیان کې راغلي دي چې د لوی الله ج په مرسته او نصرت په هیواد کې د بشپړ امنیت د تامین په خاطر وروستیو هڅو نتیجه ورکړه او پنجشیر ولایت په بشپړه توګه د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا ونیول شو.
هغه په بیان کې د پنجشیر خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې ددوې سره به هیڅډول بد او توپیري چلند نه کیږي. ټول زمونږ ورونه دي.
د ویلو ده چې پنجشیر ولایت په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف د مقامت وروستۍ مرکز وو چې د تیرو څو ورځو راهیسې پکې د طالبانو او مقامت ځواکونو ترمنځه سختې نښتو دوام درلود.
همداشان تیره شپه په پنجشیر کې په نښتو کې د مقامت ویاند فهیم دشتي سره د درې نورو قومندانانو سره ووژل شول.
ځينو رسنیو ویلي دي چې د پنجشیر د مقامت قومندان او پخواني ولسمشر محمد شرف غني لومړی مرستیال امر الله صالح تاجکستان ته تښتیدلی دی او احمد مسعود امن ځای ته انتقال شوی دی.