ملګروملتونو په هلمند کې دوو خواوو د جګړو په منځ کې د ګیر پاتو ملکي وګړو په اړه اندیښنه وښوده
د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې د جګړو له امله په زرګونو تنو ملکي وګړو د بند پاتې کیدو په اړه ډیر زیات اندیښمن یو.
د ملګروملتونو سازمان ویاند په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ نه وروسته رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه ډیر زیات اندیښمن یو.
په هلمند او کندهار ولایتونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچه ډیره زیاته لوړه شوې ده او حتا په روغتونونو هم بریدونه کیږي او ضرر ورته رسول کیږي.
همداشان د هلمند ولایت د لشکرګاه په ښار کې په زرګونونو تنه بې ګناه او ملکي وګړي د دوو پلونو او دوو اورونو په منځ کې ګیر پاتې دي.
هغه وویل چې یواځې د روان میلادي کال د پیل راهیسې ۳۶۰ زره او د ۲۰۱۲ کال راهیسې بیا نږدې ۵ میلیونه تنه افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.
ویاند په افغانستان کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو ملکي بڼسټونو ته د ضرر رسولو نه د ډډې کولو غوښتنه کړې ده . همداشان هغه پر نړۍوالې ټولنې د افغانستان سره د یو عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو د مرستې کولو غږ وکړ.