د کندهار د والي د دفتر په مخکې چاودنه شوې
د کندهار د والي د سکرټر پر موټر چاودنه شوې
1669472

د افغانستان د کندهار ولایت د والي د دفتر په مخکې چاودنه شوې ده .
د کندهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې دا چاودنه په یو موټر کې د نښول شوي نښلوونکي بم له کبله رامنځته شوې ده .
ویل کیږي بم د والي د سکرټر په موټر کې نښلول شوی وو.
امنیتي سرچینې ویلي دي چې پدې پیښه کې د کندهار د والي سکرټر او د هغه ساتوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی او یو تن بل ټپي شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.