جنرال مک کنزي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو
د امريکا د مرکزي قوتونو قومندان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د نوي قومندان په توګه وټاکل شو
جنرال مک کنزي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو.
د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت ويلي دي چې د امريکا د مرکزي ځواکونو عمومي قومندان مک کنزي چې په منځني ختيځ، شماليافريقا مرکزي اسيا کې د امريکايي ځواکونو مشري په غاړه لري په افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي ځواکونو مشري به هم پهغاړه ولري.
نوموړی د امريکايي ځواکونو د مرکز قوتونو يا سنټکام مشر دی.
د ويلو ده چې امريکا په افغانستان کې د خپل سفارت او دیپلوماتانو د امنيت په خاطر څه باندې ۶۰۰ تنه سرتيري ساتي.
امريکا تيره ورځ په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره پوځي د بګرام هډه تخليه او افغان ځواکونو ته يي وسپارله.
د پنټاګون وياند وويل چې امريکا به دا سرتيري د خپلو ډيپلوماتيکو نماينده ګيو ، افغان حکومت او افغانانو نه د ملاټر په خاطر پهافغانستان کې ساتي. امريکا به اجازه ورنکړي چې دا يو هيواد يو ځل بيا د ترهګرو لپاره په خوندي سيمې او پټنځايونو بدل شي.