په ډایکندي کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

نامعلومو وسله والو د دایکندي او غور ولایتونو په پوله پرته د قردیوال په  سیمه کې په شیعه هزاره ملکي وګړو خونړی برید کړی دی.

2186758
په ډایکندي کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

د افغانستان د دایکندي په ولایت کې د نامعلومو وسلو کسانو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې نامعلومو وسله والو د دایکندي او غور ولایتونو په پوله پرته د قردیوال په  سیمه کې په شیعه هزاره ملکي وګړو خونړی برید کړی دی.

په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

ويل شوي چې  ددې پیښې قربانیان د دایکندي ولایت د سنګي تخت ولسوالۍ اوسیدونکي وو او د کربلا زیارت نه راغلو  د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره د قردیوال سیمې ته تللي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وسله والو کسانو د نوموړو ملکي وګړو موټر د عکسونو اخیستو په پلمه د درولو نه وروسته پر هغوې ډزې کړي دي.

د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې نامعلومو وسله والو په قردیوال سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی دی چې په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.

ویاند د برید د څرنګتیا او جزیاتو په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده .



اړوند خبرونه