امریکا د بګرام هوايي هډه تخلیه کړه

امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره هوايي هډه تخلیه کړه

1668443
امریکا د بګرام هوايي هډه تخلیه کړه

امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې تر ټولو ستره پوځي‌ د بګرام هوايي هډه تخلیه کړه.

د افغانستان د ملي‌ دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره هوايي هډه تخلیه او افغانستان ته يي‌ وسپارله.

د دفاع وزارت په وینا امریکا د شلو کلونو وروسته دا هوايي هډه تخلیه کړه.

ویل کیږي‌ امریکا ددې هډې نه خپل ټول سرتیري‌ ویستلي‌ دي.

امریکا د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې نه وروسته په افغانستان کې پيل کړی پوځي‌ ماموریت پایته رسوي. د ویلو ده چې د تیرې یوې اونۍ په دننه کې جرمني‌‌ او ایټالیا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو او پدې هیواد کې د خپل پوځي‌ ماموریت د بشپړولو نه خبر ورکړی وو.



اړوند خبرونه