په بلخ ولایت کې په یو بازار کې چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په یو بازار کې چاودنه شوې
1611996
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د بلخ د ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن چار شنبه د حمل د میاشتې ۱۱ مه نیټه د غرمې نه وروسته د بلخ ولسوالۍ په بازار کې چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویاند په وینا په وژل شوو کسانو کې یو تن ماشوم دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.