اشرف غني: افغانان ۴۲ کاله کيږي چې د سولې د نعمت نه محروم دي
اشرف غني: سوله زمونږ هيله نه بلکې اړتيا ده
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د جګړې او تاوتريخوالي دوام د افغانانو د ګټو او ملي منافعو خلاف دي او هر څه ژربايد ترينه وژغورل شو.
ولسمشر غني دا څرګندونې د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې جوړ شوي د اسيا زړه د استانبول بهير کنفرانس ته په وينا کې وکړې.
هغه وويل چې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په خاطر هڅه کوونکو ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه د ترکيې نه مننه کوو.
هغه وويل چې سوله زمونږ لپاره یواځې هيله او ارزو نده بلکې زمونږ لپاره حتمي او لازمي مسئله ده.
د افغانستان حکومت د خپلو متحدينو سره په ګډه سولې ته د رسيدو لارې چارې لټوي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان سوله د ټولې سيمې د سولې په معنا ده. به افغانستان کې سوله د سيمې د سولې او امنيت سره ډيره زياتهمرسته کوي.
امن او خوندي افغانستان د سيمې د هيوادونو په ګټه دی.
هغه وويل انشاالله چې په افغانستان کې روانه جګړه پايته ورسيږي.
هغه زياته کړه چې زمونږ افغانان ۴۲ کاله کيږي چې د سولې او امنيت نه محروم دي.
دا چې زمونږ پياوړی ملت، زړور امنيتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ څومره کړاونه او مشکلات زغمي او څومره قرباني ورکوي د کلمو سرهيي تعريف او بيان ناممکنه دی.
جګړه او تاوتريخوالی زمونږ د ګټو او ملي منافعو سره په ټکر کې دي چې د همدې امله هر څه بايد ترينه ځان وژغورو.
هغه زياته کړه چې افغان حکومت د سولې او امنيت په اړه خپل اميد هيڅکله هم د لاسه ورکړی ندی.