امریکا ،  افغانستان  او تاجکستان د  افغانستان  د سولې د بحیر په درې اړخیزه غونډه وکړه.

د امریکا افغانستان او تاجکستان ترمنځه درې اړخیزه غونډه وشوه

1604968
امریکا ،  افغانستان  او تاجکستان د  افغانستان  د سولې د بحیر په درې اړخیزه غونډه وکړه.

 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مسئول سلاکار دیوید حالي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین د ویدیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه وکړه.

د درې واړو هیوادونو  د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي دي چې پدې غونډه کې د سیمې د امنیت او ګډو ګټو او د افغانستان او تاجکستان ترمنځه د همکاریو سربیره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې د مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې او تبادل د نظر شوی دی.

همداشان پدې غونډه کې ګډونوالو د سیمې پر هیوادونو او نړۍوالې تولنې د یو خپلواکه ، متحد، ډیموکراټ، خوندي او په خپلو خپو ولاړ یو افغانستان په خاطر د افغانانو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو نه ملاتړ وکړي.

همداشان پدې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځه د همکاریو د کچې د لا لوړولو خبرې وشوې. امریکا متحده ایالتونو بیا د دواړو هیوادونو ترمنځه د پولو د امنیت په خاطر د مرستې ژمنه وکړه.

همداشان پدې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځه د لویو لارو له سره د جوړولو په مسئلې خبرې وشوې.

همداشان د امریکا د افغانستان او تاجکستان ترمنځه د تجاري اړیکو د لا ودې په خاطر د یو درې اړخیزه ګډ اقتصادي فورم د جوړولو د پلان نه خبر ورکړ.



اړوند خبرونه