په جلال آباد کې دوه پرله پسې چاودنې شوي
د جلال آباد د زیتون فابریکې په مخکې دوه پرله پسې چاودنې شوي
1602790
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې دوه پرله پسې چاودنې شوي دي.
د جلال آباد ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنې د جلال آباد ښار د زیتونو فابریکې په مخکې شوي دي.
د ننګرهار سیمه ایزو چارواکیو د چاودنو پخلی کړی دی او ویلي دي چې پدې چاودنو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو عینې شاهدانو بیا خبري رسنیو ته د دوو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.