په هرات کې ستره چاودنه شوې ده
په هرات کې د موټر بم په چاودنه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
1600371
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې موټر بم چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي دي چې ترهګرو نن جمعه د ماسخوتن په ناوخته ساعتونو کې د هرات ولایت د څوارلسمې امنیتي حوزې ترڅنګ د موټر بم برید وکړ چې په نتیجه کې په لسګونو تنو هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د هرات ځايي چارواکیو ویلي دي چې پدې پیښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان پدې چاودنه د ملکي وګړو څه باندې لسو کورونو ستر زیان لیدلی دی.
هغه ددې برید پړه پر طالبانو اچولې ده . هغه ویلي دي چې دا ډول بریدونه د طالبانو کار دی.
عینې شاهدانو ویلي دي چې چاودنه دومره زوروره وه چې یو زیات شمیر کورونه يي نړولي دي.
.