امریکا : د روسیې لخوا په افغانستان کې د امنیت او استقرار په برخه کې هلې ځلې زمونږ لپاره د منلو وړ دي

امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په مصر کې د بشري حقونو تیریو، سوریې وضعیت ، په افغانستان کې د سولې په اړه د روسیې د ځلو ځلو او ایران د اټومي پورګرام په اړه پوښتنې ځواب کړې

1599975
امریکا : د روسیې لخوا په افغانستان کې د امنیت او استقرار په برخه کې هلې ځلې زمونږ لپاره د منلو وړ دي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مصر کې د بشري حقونو نه د تیریو، سوریې وضعیت او افغانستان کې د سولې د هلو ځلو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په مصر کې د روانو بشري حقونو د تیریو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پدې اړه ډیر اندیښمن یو.

هغه زیاته کړه چې ” په مصر کې د ملکي او مدني ټولنو او وینا پر ازادیو باندې د محدودیتونو په ګډون د ټولو بشري حقونو د تیریو په اړه ډیر اندیښمن یو. پدې هیواد کې پر ملکي ټولنو فشارونه او بشري حقونو د تیریدو د کچې لوړیدو په ګډون پرمختګونو شاهدي کوو. دا پرمختګونه د مصر دینامیزم او زمونږ د شریک  استقرار ته جدي زیان رسوي. مونږ دا خبره تل د مصر حکومت بیان کړې ده ."

هغه د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه چې لس کاله يي پوره شول د یوې پوښتنې په ځواب چې ایا امریکا نوي ولسمشر جو بایدن د سوریې د مسئلې په اړه د امریکا په چلند او دریځ کې کوم بدلون راوستل په نظر کې لري؟ داسې وویل، امریکا په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې د پایته رسیدو او د سیاسي حل لارې نه ملاتړ کړی او نن هم ملاتړ کوي.

هغه د اسد او د هغه د رژیم د مشروعیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په سوریه کې د ټولو ناخوالو، سوري وګړو د دردونو او غمونو او ټولو ستونزو یواځی لامل بشار اسد دی. په نږدې راتلوونکې کې امریکا د سوریې د رژیم سره د اړیکو د عادي کولو او نورمالولو په څیر کوم نیت نلري .

هغه د روسیې لخوا په افغانستان کې د حکومت او طالبانو په ګډون د یوې غونډې د جوړولو په اړه  د امریکا د دریځ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د هر ډول هلو ځلو نه ملاتړ کوي. امریکا د روسیې او یا کوم بل هیواد لخوا پدې اړه د هر ډول هلو ځلو نه ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې باامنه او بااستقراره افغانستان کې د هغوې  په ګټه هم دی.

هغه د ایران د اټومي پروګرام د تړون په اړه چې ایا تهران امریکا دې تړون ته د راستنولو په خاطر کوم ګام اوچت کړی دی او که نه؟ وویل چې نه ، امریکا هم نه غواړي چې ایران ته یو پلوه امتیاز ورکړي.

هغه وویل چې د ایران لخوا په کامله توګه د نوموړو تړون عملي کولو او شرایطو پر ځای کولو په صورت کې به امریکا هم د تحریمونو د سپکولو په برخه کې خپل ښه نیت ښکاره کړي.


پيوندونه: #مصر , #روسیه , #امریکا

اړوند خبرونه