په کندهار کې په ځانګړو ځواکونو موټر بم برید شوی
په کندهار کې په ځانګړو ځواکونو موټر بم برید شوی
د افغانستان د کندهار په ولایت کې په امنیتي ځواکونو د موټر بم برید شوی دی.
د ځايي رسنیو د خبر له مخې نن خالي د فبروري ۱۳ د سهار په ساعتونو کې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په سیمه کې پر امنیتي ځ ځواکونو د موټر بم برید شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په سیمه کې ترهګرو چې غوښتل يي پر امنیتي ځواکونو د موټر بم برید وکړي هدف ته د رسیدو نه مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوی دی. ویاند ویلي دي چې په خواشینۍ سره چې پدې چاودنه کې ۱۲ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند ویلي دي چې دا برید د هاموې ډوله زغروال موټر پر مټ شوی دی چې په نتیجه کې ۷ تنه پولیس ټپیان شوي دي. ځینو سرچینو ویلي وو چې دا برید د پوځ په ځانګړو کوماندو ځواکونو چې په سیمه کې د عملیاتو هوډ درلود شوی دی خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا دا ادعاء رد کړې ده .
همداشان نن د سهار په ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې هم د پولیسو پر رینجر ډوله موټر چاودنه شوې ده .
د ننګرهار د پولیسو ویاند ویلي دي چې نن خالي د سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د زیتون فابریکې ترڅنګ د محبس اړوند په رینجر ډوله موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
همداشان د افغانستان په کونړ ولایت کې هم د پولیسو په یو موټر د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.
د کونړ ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي دین محمد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د دې ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۵ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې د پولیسو یو تن قومندان هم شتون لري.