په جوزجان ولایت کې د عامه ساتنې د قطعې د قومندان پر موټر خونړۍ چاودنه وشوه
د افغانستان په شمال کې په جوزجان ولایت کې د عامه ساتنې د قطعې د منسوبینو پر موټر چاودنه شوې ده .
1578728
د جوزجان ولایت امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د نوموړي ولایت د شبرغان ښار ختیځ لوري ته د عامه ساتنې د منسوبینو پر موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي امنیتي ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده .
پدې پيښه کې د جوزجان ولایت د عامه ساتنې د قطعې قومندان په ګډون درې تنو ژوند د لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.