په کابل کې دویمه چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې دویمه چاودنه وشوه.

1574904
په کابل کې دویمه چاودنه وشوه

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دویمه چاودنه د کابل د اومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چهلستون  د جنګلک په سیمه کې شوې ده .

دا چاودنه په یو پوځي رینجر موټر شوې ده .

ویل کیږي پدې پيښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د شهید څلور لارې په سیمه کې هم په یو لنډکروزر موټر چاودنه شوې وه.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه