په کابل کې چاودنه شوې

په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د دفتر د رئیس پر موټر چاودنه شوې

1574708
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر د رئیس پر موټر چاودنه شوې.

د کابل پولیسو خبري رسنیو ته ویلي  دي چې نن دوشنبنه د فبروري لومړۍ نیټه د سهار په ساعتونو کې د کابل د لسمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې د شهید په څلورلاري کې  چاودنه وشوه.

چاودنه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر منصور نادري د دفتر رئیس خشنود نبي زاده پر موټر چاودنه شوې ده .

ویل کیږي پدې پيښه کې چاته زیان ندی اوښتی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه