طالبانو یو جګپوړي هیئت د ایران په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته سفر کړی دی.
طالبانو یو جګپوړي هیئت ایران ته سفر کړی
1571259
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده ویلي دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو هیئت د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه تهران ته راغلی دی.
هغه ویلي دي چې د طالبانو هیئت به د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ګډون جګپوړو چارواکیو سره لیدنې وکړي.
د
بله پلوه د افغانستان د حکومت سره د طالبانو د مذاکراتي ډلې ویاند بیا ویلي دي چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ددوې یو هیئت د ایران په رسمي بلنه نوموړ هیواد ته سفر کړی دی.
هغه ویلي دي چې د طالبانو هئیت به د ګاونډي هیواد چاراوکیو سره د دوه اړخیزو اړیکو او افغان کډوالو په مسئلې هم خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې پدې لیدونو کتنو کې به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه سلامشورې وشي.