په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د شاه شهید په سیمه کې چاودنه شوې

1569716
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن یکشنبه د جنوري ۲۴ مه د سهار د ۸ بجو او ۱۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو موټر چاودنه وشوه.

د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې نن یکشنبه د سهار په ۸ بجو او ۱۲ دقیقو د شاه شهید په دریم سړک په یو لنډ کروزر ډوله موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې ده.

پولیسو ویلي دي چې پدې چاودنه یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي دا چاودنه د افغانستان بانک په یو چارواکي شوې ده چې هغه پکې ټپي شوی او موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو تصویرونو کې ښکاري چې لنډ کروزر زریهداره دی.

 

عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د شاه شهید د سیمې په دریم سړک کې شوې ده .


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه