د افغانستان د مالیې وزیر له دنده ګوښه کړې شو

د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی شو.

1569417
د افغانستان د مالیې وزیر له دنده ګوښه کړې شو

 

د افغانستان د چارو د ادارې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې  ولسمشر محمد اشرف غني د جلا حکمونو له مخې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه او  محمد خالد پاینده يي د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشر په حکم کې د مالیې د وزیر د ګوښه کولو دلایل د عوایدو په راټولو  کې ناغیړي، په مالیې وزارت کې د غیرې قانوني مقرریو د بررسۍ د هئیت سره عدم همکاري او د بررسیو پر وړاندې د خنډ جوړول، د مدیریت ضعف، د حکومتدارۍ ارزښتونو ژمن نه پاتې کیدل، په خپل کاري چوکاټ کې د اساسي قانون د ۷۷ مادې نه  سرغړونه او د ولسمشر د احکامو او هدایاتو نه سرغړونه ښودل شوي دي.

د بله پلوه د افغانستان د مالیې وزارت ویاند هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده .



اړوند خبرونه