په غزني کې په یوې امنیتي پوستې چاودنه شوې
په غزني کې چاودنه شوې
1563977
د افغانستان په غزني ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم برید شوی دی.
د غزني ولایت د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده خبري رسنی ته وویل چې نن جمعه د جنوري ۱۵ مه نیټه د سهار د ۳ بجو په شاوخوا کې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د ناني په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې چاودنه شوې ده .
په چاودنه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی او ۷ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پدې پیښه کې وژل شوی کس د یوې لارۍ چلوونکی دی.