په مزار شریف کې د امنیتي ځواکونو په رینجر خونړی وسله وال برید شوی
په مزار شریف کې د ښځینه امنیتي سرتیرو پر موټر خونړی برید شوی
1561673
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د امنیتي ځواکونو په رینجر ډوله موټر خونړی وسله وال برید شوی.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند خبري رسینو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د جنوري ۱۲ مه نيټه د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د مزار شریف د پنځمې ناحیې په سیمه کې د ناپیژاندو موټر سایکل سپرو وسله والو بریدو کوونکو لخوا د امنیتي ځواکونو په رینجر ډوله موټر وسله وال برید شوی دی.
هغه ویلي دي چې پدې رینجر موټر کې ښځینه امنیتي سرتیرې هم سپرې وې .
په برید کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د عادل په وینا پدې برید کې دوو تنو ښځینه امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او د رینجر چلوونکي په ګډون ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچینو ویلي دي چې دا رینجر په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو اړوند وو.