د فاریاب لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي ووژل شو
د فاریاب لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي د خپل منځنیو اختلافاتو په نتیجه کې ووژل شو
1555893
د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی تش په نامه والي ووژل شو.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي مولوي وکیل احمد مشهور په ملا ناظم تیره شپه د خپل منځني اختلافاتو په نتیجه کې وژل شوی دی.
ویاند ویلي دي چې نوموړی د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د پوپلزي په سیمه کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
پدې پيښه کې د هغه سربیره ۶ تنه نور طالبان هم وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې ددې پیښې په اړه څه ندي ویلي.