په افغانستان کې د رڼو او عادلو ټاکنو بڼسټ فیفا پر رئیس خونړی برید شوی

د فیفا اجرايي رئیس په کابل کې ووژل شو

1550175
په افغانستان کې د رڼو او عادلو ټاکنو بڼسټ فیفا پر رئیس خونړی برید شوی

په افغانستان کې د رڼو او عادلو ټاکنو د خپلواک بڼسټ فیفا  په اجرایي رئیس خونړی وسله وال برید شوی دی.

د فیفا بڼسټ ویلي دي چې ددې بڼسټ په اجرایي رئیس یوسف رشید وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې سخت ټپي شوی  چې په روغتون کې ساه ورکړه.

د یوسف رشید ورور خبري رسنیو ته ویلي دي چې په رشید  نن سهار د کابل د اومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د تڼي کوټ په سیمه کې هله وسله وال برید وشو چې د دندې پر لورې روان وو.

پدې برید کې یوسف رشید سخت ټپي شوی وو چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د فیفا پر مشر یوسف رشید مرګونی برید په کلکو ټکو غندلی دی . د ولسمشرۍ ماڼۍ  په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره د هیواد دښمنانو د فیفا مشر یوسف رشید په یو تروریستي برید کې شهید. ولسمشر ددغه ترهګري برید د غندنې سربیره اړوند مسئولینو ته پر محمد یوسف رشید چې په هیواد کې د ولسوالۍ د بڼسټي کیدو او رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو په برخه کې ډیر زیات خدمات کړي دي د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کړې ده .

همداشان په افغانستان د امریکا، هندوستان په ګډون یو زیات شمیر هیوادونو سفارتخانو پر یوسف رشید ترسره شوی ترهګری برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د حکومت نه هر څه ژر پر یوسف رشید د برید عاملین د نیولو او مجازات کولو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه