په کابل کې د بګرامۍ ولسوالۍ د امنیت مدیر پر موټر چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې نن سهار یو ځل بیا چاودنه شوې.

1546330
په کابل کې د بګرامۍ ولسوالۍ د امنیت مدیر پر موټر چاودنه شوې

 

د کابل پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن چارشنبه د دسمبر ۲۶ مه د سهار په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې په یو هایلکس ډوله موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.

پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن مړ او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي برید د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د امنیت د مدیر پر موټر شوې ده . پدې برید کې  د امنیت مدیر سر سري ټپي شوی دی .

د بګرامۍ د امنیت مدیر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې چاودنه کې د هغه یو تن ساتونکي ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د ویلو ده چې تیره ورځ هم د کابل د څلورمو مکروریانو په سیمه کې د کابل د مرستیال والي پر موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې مرستیال والي او د هغه سکرتر ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان تیره ورځ په افغانستان کې دوه تنه څارنوالان هم د هدفي وژنو په لړ کې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه