په کابل کې یو بل څارنوال د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هدفي وژنو په لړ کې یو ځل بیا يو تن څارنوال ووژل شو.
1544382
د کابل پولیسو ویلي دي چې نن یکشنبه د لیدنۍ ۲۳ مه د سهار په ساعتونو کې یو تن څارنوال د نامعلومو برید کوونکو په برید کې وژل شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې دا پیښه د کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کارته نو په سیمه کې رامنځته شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې دا څارنوال حبیب الله نومیده . د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د څارنوالانو د هدفي وژنو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
یو څه موده مخکې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي وو چې په هیواد کې به د قضايي ارګانونو او څارنوالانو د امنیت په خاطر ځینې جدي ګامونه اوچت کړي خو له بده مرغه چې نن سهار یو ځل بیا یو تن څارنوال د نامعلومو برید کوونکو په برید کې ووژل شو.