په غزني کې د ملي اردو په یو مرکز ډله ایز برید شوی
د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په مرکز ډله ایز برید شوی
1541985
![په غزني کې د ملي اردو په یو مرکز ډله ایز برید شوی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/88c9/4ea4/db38/59c4a9e3a9008.jpg?time=1719040423)
د افغانستان د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یو مرکز ډله ایز برید شوی دی.
د غزني ولایت سیمه ایزو چارواکیو د برید په تایید سره ویلي دي چې طالبانو د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یو مرکز ډله ایز برید کړی چې نښته اوس هم دوام لري.
ویل کیږي نوموړی برید د کابل کندهار په لویه لاره کې د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یو مرکز شوی دی.
د غزني ولایت د والي ویاند ویلي دي چې نن چار شنبنه د دسمبر نهمه د سهار په وختي ساعتونو کې په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز د موټر بم برید وشو.
د بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یو مرکز د ترسره شوي ځانمرګي برید په نتیجه کې دوه تنه سرتیري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. دفاع وزارت ویلي دي چې د طالبانو بریدونه دفع شوي دي.