په هلمند کې د لسګونو تنو طالبانو د وژلو نه خبر ورکړ شوی دی

د افغانستان د هلمند په ولایت کې ۳۰ تنه طالبان وژل شوي دي.

1540613
په هلمند کې د لسګونو تنو طالبانو د وژلو نه خبر ورکړ شوی دی

د افغانستان د باختر خبري اژانس د خبر له مخې تیره شپه د هلمند ولایت د نهرسراج ، سنګین ، ناوې  ولسوالیو او لښکرګاه  ښار په شاوخوا کې په نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

باختر د هیواد په سویل کې د امنیتي مقاماتو له قوله لیکلي دي چې په وژل شوو طالبانو کې پاکستاني وګړي هم شتون لري.

ویل کیږي نښته هله رامنځته شوه چې طالبانو تیره شپه په یو زیات شمیر امینتی پوستو بریدونه وکړل.

د بریدونو نه وروسته امنیتي ځواکونو د هوايي ځواکونو نه د مرستې غوښتنه وکړه چې هوايي ځواکونو پر طالبانو درانده بریدونه کړي دي.

همداشان هوايي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو په کتار، پټنځایونو او تجمع پر مرکزونو هم بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه