په جلال آباد کې چاودنه شوې
د جلال آباد ښار د انګور باغ په سیمه کې چادونه شوې
1540326
د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده .
د جلال آباد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه نن د غرمې نه مخکې د پنځمې ناحیې په سیمه کې شوې ده .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي نن یکشنبه د دسمبر ۶ مه نیټه د جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د انګورباغ په سیمه کې د یو سوداګر پر موټر چاودنه شوې ده.
هغه ویلي دي چې چاودنه د ننګرهار ولایت د یو تن سوداګر حاجي شیرشاه پر موټر د نخول شوي مقناطیسي بم له کبله رامنځته شوې ده .
د ویاند په وینا پدې چاودنه کې حاجي شیرشاه او یو تن بل ملکي وګړی ټپیان شوي دي.