په پکتیکا کې د اربکیو پولیسو عمومي قومندان ووژل شو
د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د اربکیو ځواکونو بڼسټ ایښودونکی او عمومي قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو.
1540042
د پکتیکا ولایت د پولیسو ویاند آرین خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د ارګون په ولسوالۍ کې د اربکیو په عمومي قومندان عید محمد برید وکړ چې په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړ.
ویاند ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د ارګون ولسوالۍ د پيرکوټي په سیمه کې د اربکیو عمومي قومندان عید محمد باندې د یو کمین په ترڅ کې برید وکړ.
وروسته د د عید محمد د ساتوونکو او طالبانو ترمنځه نښته وشوه.
هغه ویلي دي چې پدې جګړه کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.
آرین پدې نښته کې د ۱۷ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې قومندان عید محمد او اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله. هغه په بیلابیلو برخو کې دنده ترسره کړې. همداشان هغه په پکیکا ولایت کې د اربکي پولیسو موسس هم دی.