په کابل کې دوه غبرګې چاودنې شوي
د کابل د شپږمې او یوولسمې حوزو په سيمو کې جلا جلا چاودنې شوي دي
1535799
د افغانستان په پلازمينه کابل کې دوه جلا جلا چاودنې شوي دي.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړی نن د سهار په ساعتونو کې په کابل کې دوه جلا جلا چاودنې وشوې.
د کابل پوليسو د دواړو چاودنو پخلی کړی دی.
د کابل پوريسو ويلي دي چې نن سهار د کابل په لويديځ په يو فورد ډوله موټر نخلول شوي مقناطيسي بم چاودنه وشوه .
همداشان وروسته د خيرخانې په سيمه کې په يو لنډکروزر موټر نخلول شوی مقناطيسي بم وچول شو.
په دواړو چاودنو د لسو تنو د ټپي کيدو نه خبر ورکړ شوی دی.