د افغانستان د بامیان ولایت په مرکز کې دوه غبرګې چاودنې وشوې.
په بامیان ولایت کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې
د بامیان ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې نن سې شنبه د نوامبر ۲۴ مه د مازیګر د ۴ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د بامیان د ښار په مرکز کې دوه غبرګې چاودنې وشوې.
ویل کیږي چاودنې د مقناطیسي بمونو په نتیجه کې رامنځته شوي دي.
چاودنې د ښار په ګڼه ګوڼه کې شوي دي. سیمه ایزو مقاماتو په دواړو چاودنو کې د ۱۳ تنو د وژل کیدو او څه باندې د ۵۰ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
طالبانو پدې بریدونو کې لاس لرل رد کړل. د طالبانو ویاند ویلي دي چې دا بریدونه ددوې لخوا ندي شوي او دوې په ملکي وګړو هیڅوخت بریدونه نکوي.
د بله پلوه د بامیان د والي دفتر ویلي دي چې د ننیو بریدونو په تړاو يي دوه تنه نیول شوی دي. د نیول شوو کسانو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.
همداشان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې دا چاودنې د یو سوداګریز مارکیټ په مخکې شوي چې په نتیجه کې د یو تن ټرافیک پولیس په ګډون ۱۴ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.