په کابل کې دوه چاودنې شوي دي

د افغانستان پلازمينې کابل کې دوه چاودنې رامنځته شوي دي

1531588
په کابل کې دوه چاودنې شوي دي

د افغانستان د پلازمينې کابل اوسيدونکو نن ورځ د دوو چاودنو د غږ سره پيل کړه. 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن سهار کابل کې دوه چاودنې رامنځته شوې

د کابل امنيتي سرچينو ويلي دي چې د چاودنو نه يوه د کابل د اومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د چهلستون په سيمه کې او بله بيا د ۱۲ امنيتي حوزې په سيمه کې په ارزان قيمت کې رامنځته شوې ده.

د کابل پوليسو د معلوماتو له مخې په چهلستون کې په يو موټر د نخلول شوي چسپکي بم چاودنه شوې چې له نيکه مرغه چاته پکې ځاني زيان ندې رسيدلی. 

په ارزان قيمت کې بيا په امنيتي ځواکونو چاودنه شوې چې په نتيجه کې يو تن سرتيري ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.


پيوندونه: #چاودنې , #کابل

اړوند خبرونه