په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغانو شمیره مخ په لوړیدو ده

1528518
په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۲۸ تنو تازه مثبتو پیښو د ثبتیدو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه د نوامبر ۱۶ مه نیټه اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په کچه د کرونا ویروس ۲۲۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي .

همداشان په تیرو ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴۴ تنه ناروغان ښه شوي دي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره ۱۶۳۲ او د مثبتو پيښو شمیره ۴۳۴۶۸ ته لوړه شوه.



اړوند خبرونه