په کابل کې پر امنیتي پوستې موټر بم برید شوی

په کابل کې د پوځ پر پوستې موټر بم چاودنه شوې

1526870
په کابل کې پر امنیتي پوستې موټر بم برید شوی

د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم برید شوی دی.

د کابل نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن جمعه د نوامبر ۱۳ مه نیټه د سهار په وختي ساعتونو کې د پلازمینې کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندې په سیمه کې د پوځ  په یوې امنیتي پوستې د موټر بم برید شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین ویلي دي چې نن سهار د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندې په سیمه کې د پوځ په یوې پوستې چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه