د افغانستان د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ سقوط شوه

1527063
د افغانستان د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

 

د ارزګان ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د دهراوود ولسوالۍ تیره شپه سقوط کړی دی.

د ارزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي ياده ولسوالۍ تيره شپه ۷بجي وسله والو طالبان ونيوله.

نوموړی وايي، د ولسوالۍ وداني، د امنیې  قوماندانۍ ودانۍ او بازار د وسله والوطالبانو لاس ته لویدلي دي او افغان ځواکونه د اردو کمپ ته تللي دي.

 کریمي وايي، د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه لري.

بلخوا په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي حاجي بسم الله جان محمدي هم د دهراوود ولسوالۍ د سقوط نه خبر ورکړی دی.

نوموړی وايي بازار او ټولي دولتي ودانۍ وسله والو طالبانو نيولي دي او يوازې افغان ځواکونه هلته د ملي اردو په کمپ کې ميشت دی.

هغه وايي په جګړه کې يو افغان سرتيری وژل شوی او دوه نور ټپيان دی.

نوموړی وايي دوی په مرکز کابل کې څو ځله خپلي انديښني شريکي کړي دي خو غږ يې نه دی واريدل شوي.

نوموړی ددغه ولايت د نورو ولسواليو د وضيعت په اړه هم اندیښمن دی.

له سيمي څخه سرچيني هم وايي چې يادې ولسوالۍ سقوط کړی دی.

دغه سرچينه وايي په جګړه کې يو ملکي کس هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تردامهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د ارزګان ولایت  دهراوود ولسوالۍ ترڅنګ ددغه ولايت ګيزاب ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ ده او د ولسوالۍ د امنيه قومندان لالي په خبره چې يوازي د ګيزاب ولسوالۍ امنيه قومندانۍ د افغان ځواکونو سره ده او نوري سيمي وسله والو طالبانو نيولي دي.



اړوند خبرونه