په هلمند ولایت کې چاودنه شوې

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ازادۍ راډیو پر خبریال الیاس داعي خونړۍ چاودنه وشوه.

1526362
په هلمند ولایت کې چاودنه شوې

 

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې  د ازادۍ راډیو د خبریال الیاس داعي پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې داعي ژوند د لاسه ورکړ.

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې د داعي د ورور په ګډون ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د الیاس داعي د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی او دا پیښه کې په کلکه توګه غندلې ده .

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پدې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دافغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو د پټولو او د رسنیو درسا غږ د ټپولو په موخه نن سهار دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ راډیو د سیمه ییز خبریال محمدالیاس داعي پر موټر د ماین په چاودنه کې نوموړی شهیداو یو شمېر هیوادوال ټپیان کړل.

تروریستي ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نشي محدودلی،ځکه زموږ دهیوادوالو، رسنیو اوخبریالانودا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی.

د افغانستان جمهور رئیس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال د شهید محمدالیاس داعي کورنۍ ته د خپلې خواخوږ ۍاو غمشریکۍ مراتب څرګندوي، د هغه ټپي ورور او د پېښې نورو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.



اړوند خبرونه