په زابل کې چاودنه شوې
د زابل ولایت د ولایتي شورا رئیس د دفتر ترڅنګ موټر بم چاودنه شوې
1523483
د افغانستان په زابل ولایت کې چاودنه شوې ده.
د زابل ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې شوې ده .
د زابل ځايي چارواکیو ویلي دي چې چاودنه په یو موټر کې د زابل ولایت د ولایتي شورا د رئیس د دفتر ترڅنګ شوې ده .
پدې چاودنه کې دوه تنه مړه او ۱۴ نته نور ټپیان شوي دي. پدې چاودنه کې د زابل ولایت د ولایتي شورا رئیس عطا جان حقبین زیان ندی اوښتی.
د پیښې په قربانیانو او ټپیانو کې د عطاجان حقبین ساتونکي هم شتون لري.