په کابل کې چاودنه شوې
په کابل کې چاودنه شوې
1515187
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
ویل کیږي چاودنه د کابل لویدیځ لوري ته شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ځانمرګی برید کوونکی هدف ته د رسیدو نه مخکې ځان چولی دی. د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین ویلي دي چې نن د مازیګر د څه باندې ۵ بجو په شاوخوا کې یو تن ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل يي د کابل د ۱۳ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پل خشک په سیمه کې د کوثر په نامه یو تعلیمي مرکز ته داخل شي د مرکز د ساتوونکو لخوا د پیژندل کیدو نه وروسته يي په کوڅه کې ځان وچولو.
پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې پدې برید کې ۳۰ تنه مړه او تر ۷۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.