په غزني کې چاودنه ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د غزني په ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر خونړۍ چاودنه شوې ده.
1515116
د غزني ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د غزني ولایت د دویمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د ملکی وګړو پر موټر چاودنه شوې ده .
د غزني ولایت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن خالي د اکتوبر ۲۴ مه د غرمې نه مخکې د غزني ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د روضې په سیمه کې د ملکي وګړو پر ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۹ تنه ملکي وګړي مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې چادونه هله رامنځته شوه چې د سیمې نه یو پوځي موټر د تیریدو پر حال کې وو. په چاودنه کې پوځي موټر کې سپرو کسانو ته هم زیان اوښتی دی. پدې پیښې کې ۴ تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو ویلي دي چې برید يي پر پوځي موټر کړی چې په نتیجه کې ګن شمیر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې .