په ننګرهار کې پر طالبانو قوي برید شوی
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي دي.
1514502
د ننګرهار ولایت د والي ویاند ویلي دي چې تیره شپه په خوږیانو ولسوالۍ کې پر طالبانو د ځوابي بریدونو په نتیجه کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي دي.
هغه ویلي دي چې نښته او برید د خوږیاڼو ولسوالۍ د ډنډو په سیمه کې رامنځته شوې ده .
په وژل شوو طالبانو کې ۶ تنه بهرني وګړي پاکستانیان دي.
همداشان پدې برید کې ۷ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
د ویاند په وینا د وژل شوو طالبانو مړي او ځينې وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.