د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ پر ولسوال چاودنه وشوه
د افغانستان د لغمان ولایت د د دولت شاه ولسوالۍ پر ولسوال چاودنه وشوه.
1504758
نن چار شنبه د تلې ۱۶ مه نیټه د ماسپخین د دوو بجو په شاوخوا کې د دولت شاه ولسوالۍ د ولسوال شید شریف پاچا پر موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې د شریف پاچا په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان پدې برید کې دوه تنه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې پرون د لغمان ولایت د ولایتي شورا د رئیس پر موټر هم چاودنه شوې چې په نتیجه کې د هغه په ګډون څو تنه ټپيان شوي وو.