په غزني کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی
په غزني کې طالبان د خپل ماین ښکار شول
1498621
د افغانستان د غزني په ولایت کې ګن شمیر طالبان د خپل ماین ښکار شوي دي.
د غزني ولایت د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده خبري رسنیو ته ویلي دي چې په طالبانو باندې خپل ماین چاودلی دی.
هغه ویلي دي چې په طالبانو باندې د غزني ولایت په لویه لاره کې د ماین د خښولو پر مهال خپل ماین وچاودید چې په نتیجه کې ۶ تنه طالبان وژل شوي دي.
ویاند ویلي دي چې د طالبانو مړي په سیمه کې پراته دي. طالبانو غوښتل چې بې ګناه انسانان ووژني چې پخپله کیندلي کوهي کې پخپله وغورځیدل.