په بامیان کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په بامیان کې چاودنه شوې
1492462
د افغانستان په مرکزي برخو کې په بامیان ولایت کې د یو بم چاودنې یو تن مړ او ۱۴ تنه ټپیان کړي دي.
د بامیان ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې نن پنجشبنه د غرمې نه مخکې د یاد شوي ولایت په مرکز کې د فولادي درې په سیمه کې یو بم وچاودید چې په نتیجه کې یوې ۱۵ کلې پيغلې ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بامیان د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په سیمه کې د پخوا نه پاتې یو لاسي بم د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یوې ۱۴ کلنې پيغلې ژوند د لاسه ورکړی دی. چاودنه په سیمه کې د کچالو د حاصلاتو د راټولو پر مهال رامنځته شوې ده . د پيښې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
ویل کیږي د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
ټپیان د بامیانو په مرکزي روغتون کې د تداوۍ لاندې نیول شوي دي.