په کاپیسا او کندوز کې پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه شوي
په کاپیسا او کندوز کې ګن شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د کاپیسا او کندوز په ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه لسو تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او په لس ګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو تیره شپه د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې پنځو تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ویلو ده چې پدې برید کې د تګاب ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د افغانستان د کندوز په ولایت کې هم طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې پنځو تنو اربکي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو د برید نه وروسته نښته رامنځته شوې ده چې پدې نښته کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني زیانونه اوښي دي. ویاند ویلي دي چې پدې نښته کې لس تنه طالبانو مړه او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې نښتې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې تیره ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې افغان حکومت او طالبانو ترمنځه بین الافغاني د سولې مذاکرات پیل شول.
د ټولو افغانانو سترګې د سولې دې مذاکراتو ته اوښتي دي. د ټولو یواځنۍ غوښتنه هر څه ژر اوربند رامنځته کیدل دي.