په کابل کې درنده چاودنه شوې
په کابل کې چاودنه شوې
1487256
![په کابل کې درنده چاودنه شوې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8561/aaea/9519/5f584e61d46f3.png?time=1719222469)
د افغانستان په پلازمینه کابل کې یوه ډیره زوروره چاودنه شوې ده .
په کابل کې زمونږ همکار ویلي دي چې چاودنه د تایمني څلور لارې ته نږدې شوې ده .
د بله پلوه د کابل پولیسو هم د چاودنې پخلی کړی دی خو د ځاني تلفاتو په اړه يي څه ندي ویلي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې دددې پیښې دوه مړي او ۷ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي .
پولیسو د چاودنې سیمې ته غځیدلي لارې تړلي دي .
د چاودنې د سیمې نه تور لوګي پورته کیږي.